د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په مالي ملاتړ، ۲۳ کورنیو ته چې کورونه یې د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د تېرو سېلابونو له امله زیانمن شوي وو د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست رییس مولوي فیض الله جلالي او د موسسې د استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته له ۱۶،۰۰۰ نه تر ۱۸،۰۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۳۹۹،۸۵۰ (۳۹۹ زره او ۸۵۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېته:۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره