د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٨ کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او REHA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د قولک او خواجه عمری کلیو ٨٨ د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ٥٨ کورنیو هرې یوې ته د مسؤلینو په شتون کې، ٥٠ کیلو توره کیمیاوي سره، ٥٠ کیلو سپینه کیمیاوي سره، ١٤ کیلو د لوبیا تخم، ١ عدد لاسي بېل، ١٠٠ امپیره بټرۍ، ٣٠٠ واټه سولري تختې او همداراز له ٣٠ کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ١٠٠ ګرامه د سبو تخمونه، ٥ عدده د کرنیزو وسایلو بستې، ١ عدد ٧ لېټره اوبه پاشونکی ماشین، ٧ کیلو توره کیمیاوي سره، ١٥ کیلو سپینه کیمیاوي سره، ١٠٠ امپیره بټرۍ، ٣٠٠ واټه سولري تخته او یوه لویه خرخره ووېشل شوه.
د یاد ولو وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، یاد شمېر کورنیو ته په راتلونکي کې د نورو مرستو د ورکولو ډاډ ورکړو.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره