د میدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ پر ۸۰ بېوزلو کورنیو د ۱.۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۲:۱۹
news photo

ریاست حوادث ـ میدان وردګ
۱۴۴۴/۶/۲
د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د سویډن کمېټې وردګ سیمه ییز دفتر د آبادۍ پروژې له لوري پر ۸۰ بېوزلو، اړمنو او د معلولیت لرونکو وګړو پر کورنیو ژمنۍ مرستې، چې ژمني د البسې کېټونه پکې شامل وو، ووېشل.
د دغې پروژې مالي لګښت چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له لوري ورکول کېږي،   یادې ۸۰ کورنۍ د جلرېز ولسوالۍ په ۴۰ کلیو کې په پوره شفاف ډول انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته د ۱۶ زره ۷ سوه افغانیو په ارزښت ۳۱ قلمه ژمني پوښاکي توکي ورکړل شول، چې مجموعي ارزښت یې ۱.۴ مېلیونه افغانیو ته رسیږي.
مرسته تر لاسه کوونکو کورنیو د مرستو له وېش خوښي څرګنده کړه او په نورو خیریه موسساتو یې غږ وکړ، چې د ژمي په ساړه موسم کې یې لاسنیوی وکړي.
د یادولو ده، چې اوونۍ وړاندې هم، یادې کمېټې د چک ولسوالۍ پر ۴۰ کورنیو همدغه ژمني کېټونه ووېشل.
تصویر خبرتصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې شوی یوه کړۍ ۱۰۰ کیلویي بم کشف او په خوندي ډول خنثی شو

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تېرو جګړو پاتې یوه کړۍ ۱۰۰ کیلویي بم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له لوري، د هلوټرسټ ماین پاکۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ورلډویژن موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په خواجه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشر د حقوقو،آزادۍ او بشري مرستو موسسې (IHH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .