د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د محمد آغه ولسوالۍ ۱۸۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو دال او ۵ کیلو بوره ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
