د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۱۹
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ACTED موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د خنجان، پلخمري، بغلان مرکزي، دهنه غوري، دند غوري، پلحصار، جلگه، ده صلاح او برکه ولسوالیو اړوند ۴۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې ۲۴۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۹۷ افغانۍ او ۱۷۱ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۳۱۷۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول څلور میلیونه او نه لکه او یو شپېته زره او شپږ سوه او شپېته (۴٫۹۶۱٫۶۶۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او ACTED موسسې څخه د مرستو د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۶
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز میدان ښار کې د یوه کاریز او یوې ویالې د پاکولو کار پیل کړ 

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د مرکز میدان ښار اړوند په عثمان‌خېل سیمه کې د یوه کاریز او د کوټه عشرو په سیمه کې د یوې ویالې د پاکولو کار د کار په بدل کې خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ACTED موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د خنجان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د محمد آغه ولسوالۍ ۱۸۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .