د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۱۷
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلو کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)  دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مهتر لام ښار اړوند او په علینګار، دولت شاه، الیشنګ، باد پښ او قرغیو ولسوالیو کې ۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، سوپر سریال او مغذي حلوا ووېشل شوه. 

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو له امله د خوښي څرګندولو ترڅنګ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او همکارو بنسټونو څخه د پر وخت رسېدنې په پار قدردانی وکړ. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۰۷ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۴۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د اړمنو خلکو (PIN) مؤسسې له مرستیال سره وکتل او ورسره یې د اوه سوه زره (۷۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اړمنو خلکو (PIN)  مؤسسې له مرستیال محترم احسان الله نعیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۱۷
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلو کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)  دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند ۳۲۰ وچکالۍ څپلو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .