د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ویالې د ترمیم او د خوړ او ویالې د پاکولو کار پیل شو 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۷
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د غونډۍ کلا په سیمه کې د یوه خوړ د پاکولو او ورسره د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي د ویالې د ترمیم او پاکولو عملي کار پیل کړ.

یاده پروژه د سیلابونو د خطرونو کمولو او د سیمې د اوسېدونکو د ځان او مال د خوندیتوب په موخه پلې کېږي. د یادونې وړ ده چې د خوړ د پاکولو لومړنۍ سروې څه موده وړاندې ترسره شوې وه او د سروې د پایلو پر بنسټ د دې پروژې چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پلي کېدو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري ۶۰۰ لیټره تېل منظور شوي دي. ټاکل شوې ده چې د خوړ د پاکولو او د ویالې د ترمیم او پاکولو د چارو له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اوسېدونکو کورونه، کرنیزې ځمکې او حاصلات د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احمد شاه ذهین وویل چې هڅه کوي څو د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د وقایوي پروژو پلي کولو بهیر ته دوام ورکړي، څو د خلکو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .