د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، مولوي محمد حنیف همدرد او له تخنیکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټیم سره، چې په ترکیب کې یې د څېړنو او مطالعاتو آمر محمد مجتبی افضلي، د پېښو د تحلیل او ارزونې کارپوه انجنیر اللهداد قرلق، د پېښو د اغېزو د مخنیوي او کمولو کارپوه انجنیر جلالالدین جمالي، د عامه پوهاوي کارپوه انجنیر صابر احمد، د عامه پوهاوي د ویډیوګانو عمومي مدیر عطا محمد معمارزاده او خبریال، محمد نسیم شاکر شامل وو، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د دویم ګذر اړوند د شهدای صالحین غره سیمې ته ولاړل او د هغو خطرناکو ډبرو، چې د خلکو ژوند او مال یې له جدي ګواښ سره مخ کړی و د ویجاړولو د پروژې تسلیمي یې واخیسته.
د پېښو چارو د انسجام معین د سیمې له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د خطرونو د مخنیوي پر اهمیت او د وقایوي پروژو په پلي کېدو کې د خلکو د همکارۍ پر رول خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره ژمنه ده څو په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د زیانمنونکو سیمو په نښه کړي او د ډبرو د ښوېدو او نورو طبیعي ګواښونو خطرونه راکم کړي.
نوموړي همداراز کاري ټیم ته لارښوونه وکړه چې د ډبرو د ویجاړولو د عملیاتو پر مهال ټول امنیتي تدابیر او تخنیکي اصول په پام کې ونیسي، ترڅو د سیمې اوسېدونکو ته هېڅ ډول زیان ونه رسېږي. هغه له خلکو هم وغوښتل چې د دې پروګرامونو په پلي کېدو کې له مسؤلینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ورپسې د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې نن د پېښو چارو د انسجام معین په مشرۍ له تخنیکي او مسلکي ټیم سره دغو سیمو ته راغلي دي، څو د ۱۱ ډبرو د ویجاړولو د پروژې تر ویجاړولو وروسته تسلیمي واخلو.
نوموړي زیاته کړه، په هره سیمه کې چې دا ډول خطرونه موجود وي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره چمتو ده چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس وویل چې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د دویم ګذر د شهدای صالحین غره په ساحه کې د یوولس (۱۱) لویو او خطرناکو ډبرو د ویجاړولو بهیر، چې ټولیز حجم یې (۱۴۱.۶۶۷) متره مکعب دی، خوشبختانه د ۱۷/۱۱/۱۴۴۷ هـ.ق نېټې څخه د ۲۷/۱۲/۱۴۴۷ تر نېټې پورې د قراردادي شرکت له لوري بشپړ شوی دی او اوس مهال د سیمې خلک کولای شي چې په ډاډه زړه دلته ژوند وکړي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د دې بهیر له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ګڼ شمېر هستوګنیز کورونه او عامه تاسیسات د دغو ډبرو له جدي ګواښ سره مخ وو. هغوی زیاته کړه چې د فتحې یا بریا (د ۲۴ مې د اسد ۱۴۰۰ هـ ش کال) څخه مخکې یې هم څو ځله د دغو ډبرو د تخریب غوښتنه کړې وه، خو له بده مرغه غوښتنو ته یې پام نه و شوی. اوس د اسلامي امارت له لوري د دې نیک اقدام او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له خوا د دغو خطرناکو ډبرو د تخریب د بهیر په پیل سره د خلکو اندېښنې تر ډېره حده راکمې شوې او د هغوی ژوند، مال او عامه تاسیسات به خوندي شي.
د یادونې وړ ده چې په کابل ښار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د خطرناکو ډبرو د پېژندنې او تخریب بهیر په منظم، پلان شوي او دوامداره ډول روان دی، څو د احتمالي پېښو او مرګژوبلې مخه ونیول شي.
