د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹ زیانمنو شوو کورنیو ته خوراکی مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۴۶
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالی کې ۳۹ زيانمنو کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
 په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ  ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړی، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ADWSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۴۷
Background image

د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ ۹ سیمې سروې او تثبیت شوې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ د ګلزنګر او حصارک کلیو د هغو ۹ سیمو سروې او تخنیکي ارزونه کړې چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلاب له امله تړل شوي سړکونه پرانیستل او د مانده، ویالو او سېلابي لارو د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو، د عامه زیربناوو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .