د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۸ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, یاد ولایت ته له پاکستان څخه راستنېدونکو ۴۸ کډوالو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړې کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه, ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او ۱ بورۍ مکروني ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره