له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د رضاکارو ټیمونو جوړولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره وشوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۹
تصویر خبر

پرون سهار د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ تخنیکي غونډه د یادې ادارې په انګړ کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو ټیمونو د جوړولو بهیر ارزونه، د ملاتړ کوونکو پالیسیو تدوین او د دې طرحې د پلي کولو لپاره د اړینو مرستو جلبول و. 
په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس، مولوي محمد عابد نعماني، د بهرنیو اړیکو آمر، برهان‌الدین خان او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې یو شمېر آمرینو، همداراز د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د خطرونو د کمولو مسئول اشرف السحر او د اړیکو مسئول عبدالوارث القاسم ګډون کړی و.
د ناستې اصلي بحثونه د بېړنیو حالاتو پر مهال په ځواب وینه کې د رضاکارو ټیمونو مهم رول، د خلکو له وړتیاوو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د داخلي او نړیوالو ادارو تر منځ د همغږۍ اړتیا ته ځانګړي شوي وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د رضاکارو ټیمونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یې د نړیوالو ادارو د تخنیکي او مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په مقابل کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان مسئولانو هم د یادې طرحې ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې موضوع به له ډونرانو سره شریکه کړي او د مالي سرچینو د جلبولو لپاره به هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د دوامداره ناستو، ګډو همکاریو، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د اغېزناکې ځواب وینې لپاره د تفاهم او د دې پروګرام د مالي ملاتړ لپاره یې ژمنتیا وښوده.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .