د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خرم سارباغ ولسوالۍ کې ۳۱۵ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خرم سارباغ ولسوالۍ کې ۳۱۵ مستحقو کورنیو له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو او مشرانو په شتون کې ۴,۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او درې سوه اویا زره او دوه سوه پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
