د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاکستان هېواد څخه ٤٢ راستنېدونکو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۱۳
news image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو چارو آمریت په همغږۍ، له پاکستان هېواد څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ٤٢ کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي او خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١ بورۍ وریجې، ١ بورۍ مکروني او ٣,٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ١٢٦,٠٠٠ ( ١٢٦ زره ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.    

نېټه: ۱۴۴۶/١٠/۲۴ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پاکستان هېواد څخه ٣٨ راستنېدونکو کورنیو ته  خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو  ستونزو ته د رسېدنې کمېټې او د ولایت مقام په همغږۍ، له پاکستان هېواد څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ٣٨ کورنیو ته له سروې وروسته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۵۰
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ٥٦٥ زیانمنو شویو او بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

د اروزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٠ زیانمنو شویو کورنیو ته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکرو موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د اروزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د وروستیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .