د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠ بې سرپنا کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز قلات ښار اړوند ٢٠ هغو کورنیو ته چې کورونه یې د ښاروالۍ د پلان له مخې نړول شوي وو، له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یو باب خېمه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲٩ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره