د جایکا موسسې د مشر سره د ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست تخنیکي غونډه ترسره شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۳۶
news image

پرون سهار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د جایکا موسسې ترمنځ د دواړو سازمانونو د ګډو پروګرامونو په اړه تخنیکي غونډه د دې ادارې په انګړ کې ترسره شوه.
دغه غونډه د بهرنیو اړیکو آمر محترم برهان الدین خان, د روزنې او د ادارې د پراختیا آمر محترم صاحب زاده او د جایکا موسسې مشر هاتوري او د یادې موسسې مرستیال مینانو ترمنځ ترسره شوه.
په دې غونډه کې په نږدې راتلونکې کې په ترکیه هیواد کې ترسره کیدونکې په روزنیز ورکشاپ کې د ادارې د کارکونکو ګډون او په جاپان هیواد کې د علمي پروګرامونو ترسره کېدو او په دغو پروګرامونو کې د ادارې د متخصصینو د ګډون په اړه تخنیکي بحث وشو, او همدارنګه د یادې موسسې لخوا د دې ادارې د اړتیا وړ تخنیکي وسایلو او تکنالوژۍ د پېرلو په اړه د دواړو لوریو ترمنځ خبرې وشوې.

د ربیع الاول ۲۲ مه -۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .