د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارو د پاکولو پروژه بشپړه کړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د عامه زیربناوو د خوندیتوب په موخه، د سالنګ ولسوالۍ د کوګ لامۍ درې اړوند د اونروه کلي د مانده او سېلابي لارو د پاکولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

د دغې پروژې د عملي کولو لپاره د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست درې عرادې JCB  اسکواټورونه سیمې ته استولي وو، ترڅو د وروستیو سیلابونو له امله راټول شوي رسوبات، خټې او ډبرې پاکې او د اوبو لارې بېرته عادي حالت ته راوګرځوي. د یادو ماشینونو په وسیله د پاکولو چارې په چټک او معیاري ډول ترسره شوې.

د پروژې په بشپړېدو سره هغه خطرونه چې د اونروه کلي کلینیک، عمومي سړک او د سیمې نور مهم عامه المنفعه تأسیسات یې د سیلابونو او رسوباتو له امله ګواښل، په بشپړه توګه له منځه ولاړل او یادې سیمې اوس د احتمالي سیلابونو پر وړاندې تر پخوا ډېرې خوندي شوې دي. 

د پروان ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د خلکو د ځان او مال د ساتنې او د عامه زیربناوو د خوندیتوب په موخه به خپلې وقایوي پروژې د ولایت په بېلابېلو له خطر سره مخ سیمو کې دوامداره وساتي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .