د تندر له امله د شهیدې کورنۍ سره په پکتیا ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې وشوې

پکتیا- د غبرګولي ۲۴مه-۱۴۰۲
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د تندر له امله د یوې شهیدې نجلۍ کورنۍ ته د خواخوږۍ په موخه د مولوي نثار احمد نجات د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې ۱۰۰ کيلو اوړه، ۷۱ کيلو وريجې، ۱۰ ليټره غوړي، ۲ کارټن چای، ۱ هايجن کېټ، ۳ دانې کمپلې، ۱ من لوبيا، ۱ من بوره او ۱۰ کلچې صابون ووېشل شول.