د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۷۷۱ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هنګري دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت خیبر، خواجه موسی، فردوس، بلچراغ او پشتونکوټ ولسوالیو ۳,۷۷۱ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول لس میلیونه او نه لکه او پنځه دېرش زره او نه سوه (۱۰,۹۳۵,۹۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
