د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم له پروژې څخه څارنه وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۳
news image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د کنجک، سلطان غجر او ولودین کلیو کې د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په دې لیدنه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو او د ښار جوړونې ادارې استازو د پروژې د پلي کېدو بهیر وڅېړه او د تخنیکي معیارونو سره سم یې پر پلي کولو ټینګار وکړ.

یاده پروژه د سېلابونو د خطر کمولو او د سېلابونو له ګواښ څخه د شاوخوا ۲۰۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د ساتنې او د نږدې ۷۰۰ کورنیو د خوندي کولو په موخه پلي کېږي.

د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د سېلابونو د زیانونو په مخنیوي کې اغېزمنه وبلله.

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ژمن دی چې په زیان‌منونکو سیمو کې ورته پروژې پلي کړي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .