د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۷ زیانمنو شویو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۲۲:۱۱
تصویر خبر

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په ملاتړ، د دې ولایت د رستاق، فرخار، ورسج، کلفګان ولسوالیو او مرکز اړوند ۷۷ کورنیو ته چې, د ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته غیر خوراکي توکي ووېشل.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، یوه د پخلنځي بسته، یو پلاستیکي فرش، ۴ تختې ترپالونه، ۴ عدده برېښنایي سولرونه او یوه ګیډۍ جارو ووېشل شول، همدا راز له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۶ کورنیو ته چې کورونه یې په کلي توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.

نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٠ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .