د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د تېرو مرستو په دوام، د یاد ولایت په مرکز او اشکمش ولسوالۍ کې ۱۳۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې او ۲ لیټره غوړي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۵/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره