د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز او درایم او بهارک ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۷ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه, ۱۸.۲ لیټره غوړي, ۲۵ کیلو دال, ۲ کیلو مالګه او ۳ کیلو پلمپي ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره