د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان موسسې (AKAH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په یکاولنګ ۲ ولسوالۍ کې د افغانستان د مرکزي او شمال ختیځو لوړو سیمو زیانمنو کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو تر پروژې لاندې ۳۱۵ مستحقو کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د لومړي پړاو ۴,۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او درې سوه اویا زره او دوه سوه پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکې یوه میاشت کې به یاد شمېر کورنیو ته نورې نغدي مرستې هم ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره