د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په رُخه، پریان، دره او آبشار ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، ۳ تختې کمپلې، یوه بسته البسه، یو روغتیایي کېټ، یو پایه چپرکټ او ۲ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۴ تختې کمپلې، یوه بسته البسته، یو روغتیایي کېټ او یو پایه چپرکټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره