د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۹۶۴ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۰
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په آبکمري، سنګ‌آتش او مقر ولسوالیو کې ۳۹۶۴ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسئولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۲,۸۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې د یاد شمېر کورنیو لپاره په ټولیز ډول پنځوس میلیونه او اووه لکه او نه دېرش زره او دوه سوه (۵۰,۷۳۹,۲۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

د سیمې اوسېدونکو او له مرستو برخه منو کورنیو د دې بشري مرستې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې مؤسسې له دوامدارو همکاریو او ملاتړ څخه یې مننه وکړه. هغوی همدارنګه د زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .