د ایریاماین پاکۍ موسسې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي ادارې له بنسټیز روغتیايي کلینیک سره د ۴۱ قلمه درملو مرسته وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۲۱:۳۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هڅو او همغږۍ په پایله کې، د ایریا ماین پاکۍ موسسې د دې ادارې د کارکوونکو د روغتیايي خدماتو د ملاتړ په موخه، د دې ادارې له بنسټیز روغتیايي کلینیک سره د ۴۱ قلمه اړینو درملو مرسته وکړه. دغه درمل چې د سرپايي ناروغانو د درملنې لپاره اړین توکي پکې شامل دي، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.
یاده مرسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په انګړ کې د دې ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خېل، له خوا ترلاسه شوه. ښاغلي رستم‌خېل د موسسې له مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ، دا مرسته د دې ادارې د کارکوونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو ادارو ترمنځ به د بشردوستانه او ملاتړ کوونکو خدمتونو په برخه کې دا ډول همکارۍ دوام او پراختیا ومومي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۹ زیانمنو او داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د OCHR او OHW مؤسسو په مالي ملاتړ، په ناړی، غازي آباد، ډانګام، اسمار، شلتن، شيګل، منوره، سرکاڼو، خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، اسعداباد،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .