د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د دايمي تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۶:۱۴
news image

نن سهار د سې شنبې ورځ، د اور لګېدو د مخنیوي لپاره د دايمي تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ، د کورنیو چارو وزارت، ښار جوړونې او هستوګنې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کابل ښاروالۍ، د تېلو او ګازو ادارې، د افغان ملي بیمې ادارې، د افغانستان بانک، او د کابل مرکزي اطفایې رئیس په ګډون ترسره شوه، دا غونډه په تجارتي، هستوګنیزو او پمپ سټېشنونو کې د اور لګېدو د مخنیوي پلان په هکله جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او په دې غونډه کې په لاندې ډول پرېکړې وشوې:
سر له سبا، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ به د کابل ښار ټول پمپ سټېشنونه او د سوداګرۍ مرکزونه د ټاکلې کمېټې له لوري ارزول او څارل کېږي، او هغه چا چې احتیاطي تدابیر یې په پام کې نه وي نیولي او په دې برخه کې یې سرغړونه کړې وي د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت ته به معرفی کیږی تر څو چی د سرغړونکو مرکزونه مهرلاک شي. دا ځکه چی په مرکز او ولایتونو کی د اړونده ادارو لخوا د پرلپسې توصیوو سره سره بیا هم اکثره وګړي اوامرو ته اتناع نکوي چی په پایله کی په هیواد کې پرلپسې د اورلګیدو پیښې رامنځته کیږي.
غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۴:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۲ کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SCI او د PU-AMI موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت اړوند د یو روزنتون یتیمانو، بې سرپرسته او د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شویو ۶۴۲. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ۵ کړۍ چاودېدونکي توکي کشف خنثی کړل. 

د یادې مؤسسې اړوند (AIM-01. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۲۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .