د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM او WFP سازمانونو په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۳۱ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
دا مرستې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM او د خوړو نړیوال سازمان WFP په مالي ملاتړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارۍ ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره