جمهوررئیس غني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر رسماً معرفي کړ

rahyab
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۱۵:۱۲
3

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه معرفي کړ.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود، لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د غلام بهاوالدین جیلاني د ګمارنې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
وروسته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت مخکېني وزیر نجیب اقا فهیم وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د برنامو په رڼا کې، د اوبو مدیریت په اړه مو روښانه لیدلوری ترسیم کړ او د پېښو د خطرونو د کموالي ستراتېژي مو تدوین کړه چې کېدای شي راتلونکې ته لار نقشه وي.
وروسته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د جمهوررئیس او د حکومت د رهبرۍ له باور څخه په مننې وویل، ډېر خوشاله یم چې په خدمت کې قرار لرم او ژمنه کوم چې زموږ د ګډ کور افغانستان لپاره به خپلې هڅې دریغ نه کړم.
جمهوررئیس غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال د افغانستان د شهیدانو په ځانګړي ډول د هیواد د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه.
جمهوررئیس پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د مخکېني وزیر نجیب اقا فهیم د زیار، هڅو، سالم مدیریت او ژمنتیا مننه وکړه وې ویل، موږ باید د پېښو رامنځته کېدو ته په تمه ونه اوسو، بلکې پېښې، اوبه او سېلابونه مدیریت کړو.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، اقلیم د بدلون په حال کې دی، د تېر په پرتله به د کډوالۍ کچه زیاته شي او موږ باید اقلیمي بدلونونو ته لازم تدابیر ولرو.

44

 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.