په لغمان ولایت کې د تېلو په پمپونو کې د وقایوي اقداماتو څخه څارنه او بیاکتنه ترسره شوه

د اور سوځېدنې د مخنیوي د دایمي کمېټې غړو د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خطرونو د کمولو د مدیر او د قومندانۍ اطفایې د آمر په ملتیا د دې ولایت په مرکز مهترلام کې د تېلو له څو پمپونو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د تېلو د پمپونو ټولو مالکینو ته د وقایوي تدابیرو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ترسره شوې. د دې څارنې موخه د ولایت له ټولو تېلو پمپونو څخه د لومړنیو اقداماتو په اړه د معلوماتو راټولول او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د فورمونو له مخې د اړینو سپارښتنو وړاندې کول وو.
دا اقدامات به د راتلونکي اور سوځېدنې په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره