له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په مشرۍ د مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارکوونکو سره آنلاین غونډه ترسره شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۸
تصویر خبر

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ د دې ادارې د مرکزي او ولایتي رئیسانو، آمرینو، عمومي مدیرانو او کارکوونکو سره آنلاین غونډه ترسره شوه. دا غونډه د تقنیني سندونو، حکمونو، قوانینو او هدایاتو د تعقیب، د ولایتي ریاستونو د ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو د څېړنې، د کاري بهیر د ښه‌والي او د هېواد په کچه د پېښو د مدیریت په چارو کې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې، الحاج ملا نورالدین ترابي په هېواد کې د طبیعي پېښو د خطرونو زیاتوالي ته په اشارې سره د پېښو پر وړاندې په هر اړخیزه چمتووالي او چټکې او اغېزمنې ځواب وینې ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د خلکو ستونزو ته رسیدنه باید د ادارې د کارونو په سر کې وي او ټول فعالیتونه باید په کلکه، بشپړ مسؤلیت‌ او چټک عمل سره تعقیب شي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست وویل چې د دې غونډې اصلي موخه د همغږۍ پیاوړتیا، د هدایاتو او مکتوبونو د پلي کېدو د بهیر څېړنه او د بېلا بېلو برخو لکه اداري، ګدام‌دارۍ او د نورو اړونده برخو د فعالیتونو په کره ډول تعقیبول دی. هغه زیاته کړه چې د دندو په ترسره کولو کې دقت او د چارو تنظیم په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د چټکې او اغېزمنې ځواب وینې د وړتیا په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.
ترابي صاحب، همداراز وویل چې ولایتي ریاستونه دې د جغرافیایي زونونو پر بنسټ ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه راټول کړي، او له رئیسانو یې وغوښتل چې د خپلو روانو فعالیتونو په اړه کره او مستند راپورونه د ادارې له مشرتابه سره شریک کړي تر څو په اړه یې اغېزمنې او موخه لرونکې پرېکړې ونیول شي.
د غونډې په دوام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ولایتي رئیسانو هر یو په جلا جلا توګه د ادارې د مشرتابه له لوري د صادر شویو هدایاتو او مکتوبونو د پلي کېدو راپورونه وړاندې کړل، د خپلو لاسته راوړنو، ستونزو او موجودو ننګونو د بیانولو ترڅنګ مشخص وړاندیزونه یې د ادارې له سرپرست سره شریک کړل.
دا غونډه چې څو ساعته یې دوام وکړ، په پای کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي ولایتونو ته د مکتوبونو، هدایاتو او تقنيني اسنادو پر لېږد د ټینګار ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ولایتي رئیسانو لخوا د شریک شویو وړاندیزونو به په دقت سره څېړنه وکړي او د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات به تر سره شي.

نېټه: ۴/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۲۱:۳۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت له والي سره وکتل

نن ورځ دو شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، بامیان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه او له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۲۱:۲۷
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, ۵۰۰ کورنیو ته چې په اجباري توګه له پاکستان او ایران څخه را اېستل شوې وې, د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې له سروې وروسته خوراکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۲۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۱ زیانمنو کورنیو ته روغتیایي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په الیشنګ، دولت شاه، قرغیو ولسوالیو او مرکز کې ۶۰۱ زیانمنو کورنیو ته روغتیایي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .