په بلخ ولایت کې د ۳۰۶ بېوزله کورنیو لپاره د پېښو خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرام ترسره او خوراکي توکي ووېشل شول

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۵۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د مزار شریف ښار بېلابېلو ناحیو اړوند ۳۰۶ بې‌وزله او زیانمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش سره هم مهاله د پېښو خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې د دې ترڅنګ چې یاد شمېر هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې، او همدارنګه د پېښو د خطرونو کمولو، د زلزلې، اورلګېدنې او سېلاب پر مهال د شخصي او ټولنیز خوندیتوب په اړه پوهاوی ورکړل شو، چې اټکل کېږي په غیر مستقیم ډول به ۲۱۴۲ کسانو ته دغه پوهاوی ورکړل شي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاک‌جبار ولسوالۍ کې د پېښو د خطرونو کمولو د پروژو پلي کولو لپاره د پېښو له خطر سره د مخ سیمو سروې وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو پلاوی، چې د کابل ولایت مقام استازی، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۵۶
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د یو کارېز د پاکولو او بیا رغونې له کارونو څارنه وکړه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ په جګدلک کلي کې د یو کارېز د پاکولو او بیا رغونې له کارونو څارنه وکړه.

د یاد کارېز د پاکولو او ترمیم کار د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .