په بامیان ولایت کې د اورلګېدنې له امله ۴۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۴۶ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې، هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، یوه بورۍ غنم، یوه روغتیایي کڅوړه، یو کارټڼ صابون او د ماشومانې جامې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۳/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره