له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د رازي د پراختیایي او ټولنیزې موسسې RSDO ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۳:۳۸
news image

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، او د رازي موسسې  RSDO د همغږۍ مسؤل محترم عبدالناصر پویا ترمنځ لیدنه وشوه او د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. 
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په پروګرام کې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي ووېل: موږ هرې موسسې ته چې د هیواد په هره برخه کې کار کوي ملاتړ یی کوو او د هغوی کارونه په ډېر لنډ وخت کې ورخلاصوو.
ورپسې محترم عبدالناصر پویا، د رازی موسسې RSDO د همغږۍ مسؤل وویل: رازی موسسه له ۱۳۷۸ کال راهیسې په کندهار ، هرات ، بادغیس اوغور ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.
ښاغلي پویا زیاته کړه چې د ۳۸۳،۴۴۹ امریکایي ډالرو په ارزښت د هوکړه‌لیک پر بنسټ، په زنده‌جان، کشک‌کهنه، گلران، کوه‌سان ولسوالیو او د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې به موږ ۱۸۳،۰۰۰ نفرو ته د خوراکي او نغدو پیسو مرستې وویشو.
هغه څرګنده کړه چې سروې به د رازي موسسې لخوا ترسره کېږي، او څارنه به یی د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د یادې موسسې له لوري ترسره کېږي او د دې مرستو پلي کوونکی د خوړو نړیوال سازمان دی. دا مرستې په څلورو ولسوالیو کې چې هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۵ کیلو دال نخود، ۴.۵ لیتره غوړي، نیم کیلو مالګه او د ماشومانو او میندو لپاره تغذیوي مواد ورکول کېږي. همدارنګه، په هرات ښار کې د ۱۳،۰۹۶ کورنیو لپاره به هرې کورنۍ ته د شپږو میاشتو لپاره ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شي.
په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخېزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

۱۴۴۶/۰۴/۱۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .