له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په عمري کمپ کې د راستنېدونکو ګډوالو لپاره د لازم سهولتونو د چمتو کولو پر شفافیت او چټکتیا ټینګار وکړ

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۲۱:۲۳
news image

نن د جمعې ورځ مازدیګر، الحاج ملا نورالدین ترابي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي  ادارې سرپرست په تورخم کې د کمپ د ګمارل شویو کمېټو له فعالیتونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې ترابي صاحب له بېلابېلو برخو مسؤلینو او کارکوونکو سره جلا جلا لیدنې او خبرې وکړې او د دوی د کار پرمختګ ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې واورېدل.
نوموړي یو ځل بیا د کمپ د جوړولو په بهیر کې پر شفافیت او چټکتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې باید ټولو راستنېدونکو ګډوالو ته لازمي اسانتیاوي برابري کړو
د یادونې وړ ده چې په دې کمپ کې د ګډوالو لپاره د معیاري روغتیايي کلینیک، منظمو تشنابونو، حمامونو، د پاکو اوبو سیسټم،منظم برق او لوړ کیفیت خیمو جوړولو چاري روانې دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۱ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .