د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي، درګي، منزولاره، کرم‌چینې او انګور تاک کلیو کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

د دغو کاریزونو د پاکولو او بیارغونې چارې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر دوامدارې څارنې لاندې پیل شوې دي او تر دې دمه شاوخوا ۷۵ سلنه کاري پرمختګ لري.

یاد کاریزونه چې د کلونو په اوږدو کې د رسوباتو او همدارنګه د سېلابونو له امله بند او زیانمن شوي وو، د سیمې اوسېدونکو ته یې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې وې.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین وایي، د دغو کاریزونو له بشپړېدو او بېرته فعالېدو سره به لسګونه کورنۍ د څښاک صحي او پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به د خړوبولو لپاره له اړینو اوبو څخه برخمنه شي. همدارنګه تمه کېږي چې په دغو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده هواره شي.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د بنسټیزو پروژو څارنه او د اوبو سرچینو مدیریت د دې ادارې د هغو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنو د زیانمننې کچې راکمولو او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .