له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښونه د لوګر ولایت سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره یې د مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۰
تصویر خبر

نن سهار د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو له رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد سره یو ځای، د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو خلکو د وضعیت د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري نورالله محمود او ځایي مسؤلینو سره یو ځای، د یاد ولایت په مرکز کې د هارون‌خېلو او سرفي زیانمنو کلیو څخه لیدنه وکړه. د ادارې سرپرست، د سیمې له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو سره خپله غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه او د هغوی ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل.
محترم ترابي صاحب، د خلکو د راپورونو او نظرونو له اورېدو وروسته، د ولایت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره زیانمنو خلکو ته د رسېدنې، د زیانونو په کره توګه د ارزونې او د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې اړین ګامونه واخلي.
همدارنګه، د ادارې سرپرست د سرفي کلي د سېلاب د لارې څخه هم لیدنه وکړه او له خلکو سره یې خبرې وکړې.  
په پای کې محترم ملا نورالدین ترابي ټینګار وکړ چې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته، د خطرونو اغېزمن مدیریت، او د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره د سرچینو برابرول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ورته مهال، له پېښو سره د مبارزی امادګی ملی اداری سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابی په لوګر ولایت کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یوه بېړنۍ وقایوي پروژه هم منظوره کړه.   

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۱۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د دره نور ولسوالۍ په وایګل، کشموند قلعه او صفر قلعه کلیو کې ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۷
Background image

په هلمند ولایت کې بوشکه یي ماین کشف او خنثی کړل شو 

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د MAPA-Hotline-1948  له لارې ترلاسه شوې اړیکې پر بنسټ د اریا ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ۱۱ نمبر ټیم د یاد ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۲۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د پیاوړتیا مؤسیسې تر منځ د دري سوه دري اتیا زره اوه سوه او اوه نیوي ډالرو (۳۸۳۷۹۷) په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ سې شنبه له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملانورالدین ترابي د افغانستان د پیاوړتیا مؤسیسې د رئیس عبدالهادي کریمي سره وکتل.
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې  راغلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .