له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د پیاوړتیا مؤسیسې تر منځ د دري سوه دري اتیا زره اوه سوه او اوه نیوي ډالرو (۳۸۳۷۹۷) په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۲۸
news  image

نن ورځ سې شنبه له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملانورالدین ترابي د افغانستان د پیاوړتیا مؤسیسې د رئیس عبدالهادي کریمي سره وکتل.
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې  راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي دوې میاشتي مخکي مو هم د یادي مؤسیسې سره تفاهم نامه لاسلیک کړې ده او خوښ یو چي نن یو ځل بیا تفاهم نامه لاسلیک کوو او په دې سره به شاوخوا ۱۶۹۰۵ کورنۍ د مرستو څخه برخمني سي.
همدارنګه ترابي صاحب وویل چي هر ډول پروژې په هر ولایت کي عملي کیږي باید په پروژو کي پوره شفافیت وي او خلګ پر وخت د پروژې دګټو څخه برخمن سي.
د افغانستان د پیاوړتیا مؤسیسې رئیس عبدالهادي کریمي وویل چي یاده مؤسیسه په بیلابیلو برخو کي د خلګو سره مرستي کوي، چي یو برخه یی د طبیعي او غیر طبیعي پېښو زیانمن دي.
د یادونې وړ ده، چې یاده تفاهم نامه د درې سوه دري اتیا زره  اوه سوه او اوه نیوي (۳۸۳,۷۹۷) ډالرو په ارزښت لاسلیک سوه، چې له مخې به یې د کندز او بغلان ولایتونو په ټولو ولسوالیو کي ۱۶،۹۰۵ بېوزله او زیانمنو سویو کورنیو ته د یو کال په موده کې، خوراکي او نغدي مرستې ووېشي،  چې په کندز ولایت کې به ۱۱،۱۳۲ او بغلان ولایت کې ۵،۷۷۳ کورنیو ته په میاشتني ډول ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵، لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، ۰.۵ کیلو مالګه او همدارنګه په کندز ولایت کې به ۱،۹۶۲ او بغلان ولایت کې ۹۸۱ اړمنو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو سویو کورنیو ته هري کورنۍ ته به ۲،۹۰۰ افغانۍ ووېشل سي.

نیټه: ۱۴۴۷/۳/۱۶ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د ماین پاکۍ د ۱۲ متخصصینو لپاره د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس (دریمه لوړه کچه) د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په غوښتنه او د ARTIOS نړیوال شرکت په تطبیق سره، د درېیو اوونیو لپاره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په روزنیز مرکز کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .