له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د تورخم په پنډغالي کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ

نن سهار د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، په تورخم کې د کډوالو لپاره د لنډمهاله پنډغالي جوړولو لپاره د دی پنډغالي کاري کمیټې جوړې کړې او هغوی ته یې دندې وسپارلې. همداراز په اجباري توګه راستنېدونکو ته یی په ښه توګه د رسېدنې لپاره د سوق او ادارې مرکز هم جوړ کړ.
ترابي صاحب د دې لیدنې پر مهال، د عمري کمپ له کډوالو ماشومانو سره کتنه او خواخوږۍ وښوده او د هغوی د خوشحالۍ لپاره یې هغوی ته نغدي مرستې ووېشلې.
د دې کتنې په دوام کې، نوموړي د تورخم په فرضي پوله کې د ملګرو ملتونو د دفترونو، د ماین پاکۍ مؤسسو او نورو ادارو د فعالیتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه. همداراز، د ملګرو ملتونو د دفترونو، د ماین پاکۍ مؤسسو او نورو نړیوالو مؤسسو استازو، په اجباري توګه ایستل شوو کډوالو ته د مرستو او د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د دغو ادارو له هڅو او خدمتونو څخه د قدرداني ترڅنګ، د همکاریو او آسانتیاوو برابرولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ژمنې یادونه وکړه او د دې ادارې، ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي غوښتونکی شو.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره