د پکتیا ولایت په مرکز کې د خوست پل سیمې د استنادي دېوال د جوړولو او د ملک خیلو کلي د کانال د پاکولو پاتې چارې بیرته پیل شوې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې د خوست پل سیمې د استنادي دیوال د جوړولو او د ملک خېلو کلي د کانال د پاکولو پروژې چارې، چې د ځينو تخنیکي ستونزو له امله بندې شوې وې بیرته پیل شوې.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم رئیس، له اړوندو مسؤنو څخه غوښتي چې د دې پروژو چارې دې په ښه کیفیت او اغېزمن ډول بشپړې شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
