له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د تخار ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه  

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۴
تصویر خبر

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته ورسیدی او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یی لیدنه او د هغوی د کاري بهیر څخه  یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر یو کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او مشورې یې واورېدلي او ټول کارکوونکي یې پر وخت او اغېزناکه خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په بدخشان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له ګدامونو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب، نظم رامنځته کولو او د اړتیا پر بنسټ اړمنو خلکو ته د اړینو توکو د وېش په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه, ترابي صاحب ولایتي ریاستونو ته د ټولو تقنیني سندونو د رسېدولو ، د سند په مفهوم د پوهولو، سند د اړونده رئیس تر نظر تېرولو، د سند عملي کولو او په دوسیوو کې د ټولو اسنادو له ساتلو څخه څارنه وکړه.
همداراز, ترابي صاحب د ټولو نشراتي موادو څخه په ښه توګه د کارولو د بهیر او په یاد ولایت کې د تر کار لاندې پروژو څخه هم په هر اړخیزه توګه څارنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې, د مرکز څخه ټولو ولایتونو ته د کاري بهیر د څارنې او ارزونې لپاره هیئتونه لېږل شوي وو چې دغو هیئتونو د ولایتونو څخه ځینې ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې او د ادارې د سرپرست لخوا له مرکز څخه ټولو ولایتونو ته په متحدالمال ډول د یو مکتوب په ذریعه د هغو نیمګړتیاوو یادونه شوې وه او ولایتي ریاستونو ته د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په پار لازمې لارښوونې شوې وې او اوس مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په منظور د یاد ولایت د خدمتونو وړاندې کولو له کاري بهیر څخه هر اړخیزه څېړنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د دې سفر موخه د ولایتي کارکوونکو د نظرونو، ستونزو او وړاندیزونو ترلاسه کول، د دفترونو تنظیمول، یو منظم کاري چاپیریال رامنځته کول، د ولایت له مقام سره د بشپړې همغږۍ رامنځته کول، د اسنادو د آرشیف په ښه توګه تنظیمول، د معیاري ګدامونو جوړول ، د نیمګړتیاوو ډکول او د وقایوي پروژو پلي کول دی.  
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکي له مراجعینو سره نیک چلند کولو، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کولو، د بیت‌المال په سمه توګه کارولو او اداري اصول رعایت کولو ته وهڅول او له هغوی  څخه یې وغوښتل چې د خلکو خدمتګاران واوسي او د هېواد د پرمختګ لپاره له خپلې مسلکي پوهې څخه ګټه واخلي. همدارنګه نوموړي هغوی ته نقدي مرستې هم وویشلې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO موسسې ترمنځ د ۵۷۸,۵۸۰ (پنځه سوه اته اویا زره او پنځه سوه او اتیا) ډالرو په ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

نن د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالم‌یار، د AYSO مؤسسې له اجرائیوي رئیس، انجنیر عبدالحبیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۲۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس په پکتیا ولایت کې د نږدې شل میلیونه افغانیو په ارزښت د څو وقایوي پروژو د جوړولو بهیر پرانیست

تېره ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، الحاج مولوي محمد علم عالمیار، د یو پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د ولایت مقام د دفتر له رئیس،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د تخار ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه  

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .