له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او مېشن ایسټ موسسې ترمنځ د ګدو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه*

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۷:۱
news image

نن ورځ  سه شنبه له غرمې وروسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي او د مېشن ایسټ مؤسیسې له عمومي رئيس سبرتادي او ددې مؤسیسې د پروګرامونو مسئول سهراب کاکړ سره وکتل. 
 ترابي صاحب په دې ناسته کې د خلکو سره د مرستې په برخه کې د مؤسیسو د مرستو هرکلی وکړ او ویې ویل چې موسیسې باید خپلې مرستې له هر موسم سره سم او د خلکو اړتیاوو ته په پام کي نیولو سره  وکړي.
نوموړي همدا راز وویل چې موږ ستاسو د مرستو رسولو لپاره زمینه برابروو او تاسو باید په خپلو چارو کې چټکتیا راولئ.
ورسته دمیشن ایسټ مؤسیسې رئیس سبرتادي د یادې موسسې رئیس په دې اړه خوښۍ څرګنده کړه چې دغه اداره به د موسسو چارې په بیړه سرته رسوي او د یادي موسسي د فعالیتونو په اړه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ته معلومات وړاندې کړل 
هغه وویل چې موږ له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې په شمال ختیځ زون کې د زراعت، روغتیا، طبیعي ځېرمو او د پېښو د خطرونو کمولو په برخه کې کار کوو  نوموړې زیاته کړه چې د دغه تفاهم نامې له لاسلیک وروسته به ژر تر ژره دغه تړون عملي شي.
د یادونې وړ ده چې د دغي  تفاهم نامې  له مخې به چې له یادې موسیسې سره لاسلیک شو  په مجموع کې د ۶۹۷۰۴۹ ډالرو په ارزښت د ژمي له امله ۱۸۵۴ احتمالي زیانمنو او مستحقو کورنیو ته به د بدخشان ولایت د ارغنخواه، درایم، درواز پایین او تګاب ولسوالیو کې د ژمي لپاره د سون توکو برابرولو په موخه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر وویشل شي.
 همدارنګه  له یاد شمېر کورنیو څخه به ۱۵۵۷ کورنیو ته د یادو پیسو سربېره ۷۴ ډالر د تودو جامو د برابرولو لپاره او ۱۳۵۳ کورنیو ته به د تودو کمپلو وېش هم ترسره شي.

نیټه:  ۱۴۴۶/۵/۱۰ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .