د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
image

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د وخت ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.

د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترڅ کې يو کړۍ PMN د پرسونل ضد ماين کشف او له منځه یووړل شو.

یاد عملیات د ټولو تخنیکي معیارونو په بشپړ رعایت سره ترسره شول، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له جدي امنیتي ګواښونو څخه وژغورل شول.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ماینونو او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې له اړندوه مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، څو د هغوی د ځان او مال د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او RRDPO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .