له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CRS موسسې ترمنځ د ۲۳۷,۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۲۲:۵۴
news image

نن د پنجشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي، د کاتولیک نړیوالې خیریه مؤسسې (CRS) له رئیسې مارګریت وودز او د هغې له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره یې لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ترابي صاحب ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل له مرستندویو موسسو سره همکاري کوي، ځکه چې د دوی فعالیتونه د پیښو مدیریت او د هېوادوالو د خیر لپاره دي.
له بلې خوا، د کاتولیک نړیوالې خیریه مؤسسې (CRS) رئیسې مارګریت وودز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې CRS موسسې له ۱۳۸۱ کال راهیسې د بیړنیو مرستو، د اوبو رسولو د شبکو پراختیا او د کرنې په برخه کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي.
میرمن وودز د خپلې نوې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا پروژه د UN-OCHA  لخوا تمویل شوې او د CRS  موسسې له لارې به د ۲۳۷,۰۰۰ ډالرو په ارزښت په ټولیزې بودجې د هرات ولایت اړمنو ته وېشل کېږي.
د دې تفاهم‌نامې له مخې، د ۲۳۷,۰۰۰ ډالرو په ټولیز ارزښت به د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۵۴۵ کورنیو ته ۷۴ ډالره د ژمنیو جامو پېرلو لپاره، ۲۰۰ ډالره د سون توکو پېرلو لپاره او ۵ تختې (یوه دوه کسیزه او څلور یو کسیزه) کمپلې د ۵۷ ډالرو په ارزښت ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۳
له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .