له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د ګډو همکاریو په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ د یادې ادارې په انګړ کې تخنیکي غونډه ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو ټیمونو د جوړولو د بهیر ارزونه، د راتلونکو تطبیقېدونکو پروژو په اړه د دواړو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کارکولو په اړه خبرې کول او زیانمنو شویو ته په اغېزمنه توګه رسېدل وو.
په دې غونډه کې د نړیوالو اړیکو آمر؛ محترم برهان الدین، د مرکزي عملیاتو او بیړنیو حلاتو رئیس؛ قاري محمد خوشهال زماني، د وقایې او خطر کمولو رئیس؛ ملا نور محمد بدري او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې یو شمېر آمرینو، همداراز د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د بیړنیو مرستو د پرګرام مسؤلې؛ میرمن غده برکت، د میرمن غدې مرستیال؛ فهیم سافی، د انجنیرۍ برخې آفیسر؛ جمود، د ساختماني پروګرام مسؤل؛ انجنیر حسیب الله او نورو پلاویو ګډون کړی وو.
د ناستې اصلي بحثونه د د کډوالۍ نړیوال سازمان د راتلونکو پروژو په اړه د معلوماتو د ورکولو، د بېړنیو حالاتو پر مهال په ځواب وینه کې د رضاکارانه ټیمونو مهم رول، د هغوی د ظرفیت لوړونې په لارو چارو، په بیړنیو حالتونو کې د مؤسسو لخوا د ښځینه کارکوونکو په رسېدنه کې ستونزې، د خلکو له وړتیاوو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د داخلي او نړیوالو ادارو تر منځ د همغږۍ اړتیا ته ځانګړي شوي وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د رضاکارو ټیمونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او همدارنګه یې د کابل ولایت په ټولو ولایتونو کې د رضاکارانه ټیمونو د جوړولو په هکله معلوماتو وړاندې کړل او د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یې د نړیوالو ادارو د تخنیکي او مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په مقابل کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان مسئولانو هم د یادې طرحې ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې موضوع به له ډونرانو سره شریکه کړي او د مالي سرچینو د جلبولو لپاره به هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د دوامداره ناستو، ګډو همکاریو، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د اغېزناکې ځواب وینې لپاره د تفاهم او د دې پروګرام د مالي ملاتړ لپاره یې ژمنتیا وښوده.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادار