له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن ‌اېډ موسسې ترمنځ د درې سوه، اته شپېته زره او پنځه سوه اته اتیا  (۳۶۸،۵۸۸) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۴۱
news image

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اکشن اېډ موسسې له رئیس، محترم سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له دې موسسې څخه یې له زیانمنو سره د دوامداره مرستو د کولو په پار مننه وکړه او همداراز یې یادې موسسې ته د هغوی په کارونو کې د هر ډول ستونزو د رامنځته کېدلو په صورت کې د ستونزو د حل کولو په اړه ډاډ ورکړ او له یادې موسسې څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان هېواد له کړېدلي ملت سره دې خپلې مرستې جاري وساتي.
ورپسې، د اکشن ‌اېډ موسسې رئیس، محترم سری کانتا میسرا، د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو په ځانګړي ډول له موسسو سره د تفاهم نامو د لاسلیک کولو په برخه کې د چټکتیا له شتون څخه ستاینه وکړه او له محترم ترابي صاحب څخه یې د تفاهم نامې د لاسلیک کولو د زمینې برابرولو په پار مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د درې سوه، اته شپېته زره او پنځه سوه اته اتیا  (۳۶۸،۵۸۸) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې له مخې به، د سرپل ولایت د سوزمه قلعه، سنچارک او ګوسفندي ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د ورستیو وچکالیو له امله زیانمنې شوې دي د دوه سوه پنځه زره او دوه سوه  (۲۰۵،۲۰۰) ډالرو په ارزښت چکډیمونه او کوچني بندونه جوړ شي او همدارنګه د دې ولایت په یادو ولسوالیو کې به د باران د اوبو د ذخیره کولو په موخه کندې وکېندل شي، چې د ۲۰ ورځو لپاره به ۹۰۰ کارکوونکو هر یو ته د دغو کندو د کېندلو لپاره د ورځې ۵ ډالر ورکول کېږي.    

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .