د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۲۱
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د جوین ولسوالۍ په مرکز کې ۲۵۰ مستحقو او راستنېدونکو کورنیو ته له سروې وروسته د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسؤولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵,۱۴۱ افغانۍ (د ۸۰ ډالرو معادل) ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول یو میلیون او دوه لکه پنځه اتیا زره او دوه سوه او پنځوس (۱,۲۸۵,۲۵۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د مستحقو کورنیو د پېژندنې او ملاتړ بهیر به د همکارو بنسټونو په همغږۍ دوام ولري، څو بشري مرستې په شفاف او اغېزمن ډول حقیقي مستحقینو ته ورسېږي. 

نېټه:۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .