د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۴ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اسلامي هوساینې (IRW) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د GEE پروژې په چوکاټ کې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د بهسود ولسوالۍ او د جلال‌آباد ښار د څلورمې او اتمې ناحیو ۸۴ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د غیرخوراکي توکو یوه بسته، چې ترپال، د ګاز ډبه، پنځه تختې کمپلې (یوه لویه او څلور کوچنۍ)، د پخلي لپاره المونیمي دیګ، لس لېټره دیګ، لوی کفګیر، د اوبو سطل، لوی چاینک، د اوبو ګیلاسونه او د کور او پخلنځي نور اړین وسایل پکې شامل وو، ووېشل شوه. 

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو له وېش څخه خوښي څرګنده کړه او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او اسلامي ریلیف (IRW) مؤسسې څخه یې د دغو مرستو د برابرولو له امله مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .