د کابل ولایت په فرزې ولسوالۍ کې د یوې لویې ډبرې وېجاړولو د پروژې کار ۶۰ سلنه کاري پرمختګ کړی
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د لارښوونې پر بنسټ، چې د کابل ښار او د هېواد په کچه د هغو ډبرو چې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي، د سروې او وېجاړولو د تخنیکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټیم مشري پر غاړه لري، د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ د سرخانخېل په کلي کې د یوې سترې او خطرناکې ډبرې د وېجاړولو د پروژې چارې، چې مخکې پیل شوې وې، تر اوسه ۶۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
دا پروژه د هغه هوکړه لیک پر بنسټ پلې کېږي چې د ۲۵/۱۰/۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، چې د ۲۵/۱۰/۱۴۰۵ لمریز کال له نېټې سره برابره ده، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام او د CWSA مؤسسې ترمنځ لاسلیک شوی دی. د دې پروژې عملي چارې هم د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د لارښوونې پر بنسټ، د یادې مؤسسې د ټیمونو له لوري د ۱۴۴۸/۱/۰۶ هـ.ق نېټې چې د لمریز کال ۱۴۰۵/۳/۳۱ له نېټې سره برابره ده، پیل شوې وې او تر اوسه ۶۰ سلنه پرمختګ ته رسېدلې دي.
دا ډبره چې ټولیز حجم یې ۲۵۰ متر مکعب دی، د څه باندې ۱۰۰ کورنیو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی و، چې اوس مهال یې د خوندي کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو څرګنده کړه چې د استوګنې ګڼ کورونه او نور عامه تأسیسات د دغې ډبرې له جدي ګواښ سره مخ وو، خو اوس د وېجاړولو د بهیر د ۶۰ سلنه پرمختګ له امله د دې خطر لویه برخه له منځه تللې او دغه بهیر د خلکو له هرکلي او ستاینې سره مخ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت په کچه د خطرناکو ډبرو د سروې، ارزونې او وېجاړولو بهیر پیل شوی او دا لړۍ به په منظم، پلان شوي او پروګرام شوي ډول د هېواد په کچه دوام ولري، انشاءالله.
یادونه: د کابل ښار او د هېواد د نورو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي، که چېرې په کومه سیمه کې داسې ډبرې شتون ولري چې د استوګنې پر کورونو د راپرېوتو له ګواښ سره مخ وي، نو موضوع دې د اصولو او مقرراتو له مخې د خپلې سیمې د وکیل ګذر له لارې تعقیب کړي او وروسته دې په رسمي، تحریري او مکتوب ډول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره شریکه کړي.
نېټه: ۱۴۴۸/۰۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
