د کابل ولایت په فرزې ولسوالۍ کې د یوې لویې ډبرې وېجاړولو د پروژې کار ۶۰ سلنه کاري پرمختګ کړی

rahyab
Sun, Jun 28 2026 3:41 PM
image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د لارښوونې پر بنسټ، چې د کابل ښار او د هېواد په کچه د هغو ډبرو چې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي، د سروې او وېجاړولو د تخنیکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټیم مشري پر غاړه لري، د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ د سرخان‌خېل په کلي کې د یوې سترې او خطرناکې ډبرې د وېجاړولو د پروژې چارې، چې مخکې پیل شوې وې، تر اوسه ۶۰ سلنه پرمختګ کړی دی.

دا پروژه د هغه هوکړه لیک  پر بنسټ پلې کېږي چې د ۲۵/۱۰/۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، چې د ۲۵/۱۰/۱۴۰۵ لمریز کال له نېټې سره برابره ده، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام او د CWSA مؤسسې ترمنځ لاسلیک شوی دی. د دې پروژې عملي چارې هم د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د لارښوونې پر بنسټ، د یادې مؤسسې د ټیمونو له لوري د ۱۴۴۸/۱/۰۶ هـ.ق نېټې چې د لمریز کال ۱۴۰۵/۳/۳۱ له نېټې سره برابره ده، پیل شوې وې او تر اوسه ۶۰ سلنه پرمختګ ته رسېدلې دي.

دا ډبره چې ټولیز حجم یې ۲۵۰ متر مکعب دی، د څه باندې ۱۰۰ کورنیو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی و، چې اوس مهال یې د خوندي کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو څرګنده کړه چې د استوګنې ګڼ کورونه او نور عامه تأسیسات د دغې ډبرې له جدي ګواښ سره مخ وو، خو اوس د وېجاړولو د بهیر د ۶۰ سلنه پرمختګ له امله د دې خطر لویه برخه له منځه تللې او دغه بهیر د خلکو له هرکلي او ستاینې سره مخ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت په کچه د خطرناکو ډبرو د سروې، ارزونې او وېجاړولو بهیر پیل شوی او دا لړۍ به په منظم، پلان شوي او پروګرام شوي ډول د هېواد په کچه دوام ولري، ان‌شاءالله.

یادونه: د کابل ښار او د هېواد د نورو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي، که چېرې په کومه سیمه کې داسې ډبرې شتون ولري چې د استوګنې پر کورونو د راپرېوتو له ګواښ سره مخ وي، نو موضوع دې د اصولو او مقرراتو له مخې د خپلې سیمې د وکیل ګذر له لارې تعقیب کړي او وروسته دې په رسمي، تحریري او مکتوب ډول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره شریکه کړي.

نېټه: ۱۴۴۸/۰۱/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .